پوډکاسټ ؛ راځئ چې د دې په اړه خبرې وکړو: ټول هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ چې باید د امیندوارۍ په اړه ورباندې پوه شئ.
دا پوډکاسټ د امیندوارۍ په اړه عامو پوښتنو ته ځواب ورکوي لکه دا چې څنګه پوه شم چې زه امیندواره یم؟ یا ا میندواري څومره وخت دوام کوي؟
00:03.919 --> 00:05.458 پوډ کاسټ ته ښه راغلاست 00:05.795 --> 00:08.088 راځئ چې د دې په اړه خبرې وکړو 00:08.368 --> 00:11.268 کوم چې د لها په ذریعه تاسو ته وړاندی شوی دی. 00:15.169 --> 00:20.676 لها یوه پرانیستې، آنلاین برنامه ده چېرې چې میرمنې او نجونې کولی شي 00:20.718 --> 00:24.947 د خپل خوندیتوب، روغتیا اوهوساینې .په اړه معلومات ترلاسه کړي 00:33.119 --> 00:34.629 لطفاً په یاد ولرئ 00:35.384 --> 00:37.860 د لها په برنامه کې ټول چمتو شوي محتويات 00:37.885 --> 00:41.574 د علمي پوهې پر بنسټ د تعلیمي اهدافو لپاره دي 00:41.889 --> 00:45.215 دا د مسلکي مشورې یا درملنې بدیل نه دی. 00:52.691 --> 00:54.141 زما نوم مایا دی، 00:54.969 --> 00:59.171 او زه دلته یم چې د امیندوارۍ په اړه ځینوعامو پوښتنو ته ځواب ووایم 00:59.575 --> 01:04.472 او له تاسوسره مرسته وکړم تر څو د دې مرحلې لپاره په ښه شکل چمتو واوسئ. 01:05.224 --> 01:07.757 څنګه او کله پوه شم چې زه امیندواره یم؟ 01:08.577 --> 01:12.897 د ډیرو ښځو لپاره، د امیندوارۍ لومړۍ نښه د حیض له لاسه ورکول وي. 01:13.514 --> 01:17.651 د امیندوارۍ په نورو لومړنيو نښو کې د ستړیا احساس، د پړسوب احساس، 01:17.676 --> 01:23.912 د معمول څخه ډیر ادرار، د مزاج بدلونونه، .کانګې، او د سینو پړسوب شامل دي 01:24.374 --> 01:28.617 ممکن ټولې ښځې دا نښې ونلري، خو دا خورا عامې دي. 01:29.137 --> 01:32.468 د امیندوارۍ د ډاډ د ترلاسه کولو یوازینۍ لاره دا ده 01:32.493 --> 01:35.393 چې تاسو د امیندوارۍ لپاره ازموینه تر سره کړئ. 01:35.978 --> 01:38.939 په ډیری مواردو کې، تاسو کولی شئ د درملتون 01:38.964 --> 01:41.924 یا روغتیایي مرکز څخه د امیندوارۍ ازموینه واخلئ 01:42.809 --> 01:45.324 او په خپله په کورکې ازموینه تر سره کړئ 01:45.349 --> 01:49.579 روغتیایي مرکز یا ډاکترته هم د ازموینې لپاره مراجعه کولی شئ. 01:50.400 --> 01:52.384 د امیندوارۍ موده څومره ده؟ 01:53.110 --> 01:55.865 امیندواري شاوخوا ۴۰ اونۍ دوام کوي. 01:56.660 --> 02:00.300 د امیندوارۍ مرحلې په ۳ درې میاشتنیو مرحلو ویشل شوې دي. 02:00.674 --> 02:04.310 هرې درې میاشتې له ۱۳ اونیو څخه یو اندازه اوږدې وي. 02:04.889 --> 02:08.913 تاسو به د هرو درې میاشتو په جریان کې له ډیرو بدلونونه سره مخ شئ. 02:09.462 --> 02:12.933 ځینې ښځې په مختلفو مرحلو کې نا راحتي احساس کوي. 02:13.278 --> 02:16.213 نورې ممکن هیڅ ډول نا راحتي احساس نه کړي. 02:16.683 --> 02:19.903 پدې موده کې ماشوم او ستاسو رحم دواړه وده کوي. 02:20.795 --> 02:22.755 د جنین سقط څومره عام دی؟ 02:23.579 --> 02:28.723 د حمل ضایع کول چې د جنین سقط بلل کیږي په لومړۍ دریمه میاشت کې پېښیږي. 02:29.151 --> 02:34.579 سقط جنین هغه وخت دی کله چې جنین د امیندوارۍ د ۲۰ اونۍ د مخه له منځه ولاړشي. 02:35.067 --> 02:40.414 سقط د ډیرو دلیلونو له امله رامنځته کیږي د خطرد ځانګړو فکتورونو په شمول 02:40.439 --> 02:43.531 د ماشوم یا مورد روغتیایي وضعیت له امله هم وي. 02:44.119 --> 02:49.791 مهمه نده چې دلیل یې څه دی، ښځه باید د سقط لپاره ځان ملامت یا تورن نه کړي. 02:50.600 --> 02:52.977 د سقط عامې نښې عبارت دي له: 02:53.235 --> 02:57.751 تناسلي خونریزي یا د وینې داغونه، د ګیډې شدید درد. 02:58.188 --> 03:00.738 ځینې وختونه، سقط فزیکي نښې هم لري، 03:00.977 --> 03:05.185 او تاسو تر هغه وخته نه پوهیږئ تر څو چې ډاکترتاسو معاینه نه کړي. 03:05.775 --> 03:10.190 که څه هم سقط نسبتاً عام دی خوله احساساتي اړخه ډیرستونزمن دی. 03:10.647 --> 03:15.075 د ماشوم د له لاسه ورکولو تجربه ممکن په ټوله نړۍ کې توپیرولري، 03:15.472 --> 03:20.538 مګر بدنامي، شرم، او جرم عام او په ټوله نړۍ کې ورته او یو شان دی. 03:21.285 --> 03:26.958 د سقط وروسته د احساساتي او جسماني درملنې وخت یا موده د هرشخص لپاره توپیر لري. 03:27.531 --> 03:31.737 د خپلې درملنې لپاره دومره وخت .ورکړئ چې تاسو ورته اړتیا لرئ 03:32.307 --> 03:36.910 د خپلې تجربې او احساساتو په اړه د داسې یو شخص موندل او ورسره خبرې کول 03:36.935 --> 03:39.918 چې تاسو ورباندې باور لرئ ګټورواقع کېدای شي. 03:40.570 --> 03:44.420 که تاسود یوې ښځې یا نجلۍ په اړه چې سقط یې کړی وي پوهیږئ، 03:44.693 --> 03:48.018 نو ممکن دا ستونزمن وي چې تاسو باید هغې 03:48.456 --> 03:52.744 ته څه ووایئ خو ممکن خواخوږي، ورسره خبرې کول او غوږ ورته نیول ګټور وی 03:53.086 --> 03:56.714 او د دې لامل شی چې هغه تاسو .ته خپل احساسات بیان کړي 03:57.311 --> 04:01.009 د امیندوارۍ پر مهال تاسو کوم ډول پاملرنې ته اړتیا لرئ؟ 04:01.507 --> 04:06.212 د زېږون دمخه پاملرنه مهمه ده او که امکان ولري، باید د خپلې امیندوارۍ 04:06.237 --> 04:10.009 په جریان کې د ډاکتریا نرس لخوا منظمه معاینه ترسره کړئ. 04:10.588 --> 04:13.415 کله چې تاسود خپلې امیندوارۍ په اړه ډاده شوئ 04:13.704 --> 04:17.114 نو تاسو کولی شئ د خپلې امیندوارۍ پاملرنه پیل کړئ 04:17.887 --> 04:23.315 د معاینې فریکوینسي ستاسو د نږدې طبي خدماتو او شرایطود شتون له مخې توپیر لري. 04:23.642 --> 04:26.181 په منظمه معاینه کې د وینې ازموینې، 04:26.206 --> 04:30.227 د جنین د زړه د ضربان معاینه اود قد اندازه کول شامل دي. 04:30.894 --> 04:33.847 مهمه ده چې تاسو د امیندوارۍ په جریان کې خپلې پوښتنې 04:33.872 --> 04:36.415 او احساسات له ډاکترسره شریک کړئ، 04:36.953 --> 04:41.410 او د امکان تر حده خپلې ذهني او فزیکي روغتیا ته پاملرنه وکړئ. 04:42.302 --> 04:45.366 زه د زېږون په اړه په څه پوهیدلو ته اړتیا لرم؟ 04:45.764 --> 04:51.788 د ماشوم زېږون معمولاً ستاسو د امیندوارۍ د ۳۸ او ۴۲ اونیو ترمنځ واقع کیږي، 04:52.412 --> 04:55.332 خو دا موده کېدای شي وړاندې او وروسته هم شي. 04:55.709 --> 04:59.671 د زېږون په وخت کې به ښځه دردونه یا انقباضات احساس کړي. 05:00.264 --> 05:03.523 کوم چې د ماشوم د زېږون په نږدیوالي دلالت کوي. 05:03.920 --> 05:07.693 او دردونه به د ماشوم له زېږون سره زیات او شدید شي. 05:08.191 --> 05:11.736 درد رحم ته د پراخولو او نرمولو توان ورکوي 05:12.072 --> 05:16.054 ترڅو ماشوم د زېږون لپاره د مهبل له کانال څخه تیرشي. 05:16.494 --> 05:20.065 حم به له ۱ څخه تر ۱۰سانتي مترو پورې پراخه شي. 05:20.389 --> 05:24.678 کله چې رحم په بشپړه توګه پراخه شي، نو موربه فشاراحساس کړي 05:25.164 --> 05:28.454 چې دا د جنین د اخراج یا ریفکس په نوم بادیږي. 05:28.840 --> 05:31.306 کله چې ماشوم د ښځې له بدن څخه بهر شي، 05:31.331 --> 05:34.825 نو زېږون به د پلاسنټا په زېږون سره پای ته ورسیږي 05:35.195 --> 05:39.600 چې دا مرحله ځیني وختونه له زېږون څخه وروسته مرحله بلل کیږي. 05:40.290 --> 05:43.777 ځیني وختونه، د طبي ستونزو له امله (د مثال په توګه، 05:44.166 --> 05:50.228 کله چې ماشوم په ښه حالت کې نه وي)، نو ډاکتر ممکن د سیزارین، C-Section وړاندیز وکړي. 05:50.680 --> 05:53.800 یا سیزارین (عملیات) یوه طبي کړنلاره ده 05:54.088 --> 05:58.799 چې په هغې کې د ښځې خیټه څیرې کیږي تر څو ماشوم له رحم څخه بهرکړي. 05:59.392 --> 06:03.721 ښځې معمولاً د دې جراحي پروسې په جریان کې هیڅ هم نه احساس کوي 06:04.071 --> 06:07.060 ځکه چې دوی د ملا څخه ښکته بې هوښه کیږي. 06:07.633 --> 06:10.370 آیا مهبل د زیږون پرمهال درد کوي؟ 06:10.595 --> 06:13.322 دا د ځواب لپاره یوه ستونزمنه پوښتنه ده، 06:13.658 --> 06:16.384 ځکه چې هره ښځه یوځانګړی حالت لري. 06:16.660 --> 06:22.424 ځینې ښځې هو وايي او وايي چې انقباض یا .درد، فشار او زېږون ټول ډیر ستونزمن دي 06:22.898 --> 06:27.122 ډیری ښځې بیا اپیډورال یعنی د انستیزیا پیچکاری انتخابوي 06:27.521 --> 06:31.945 چې ښځه د خیټې له تڼۍ یا نامه څخه تر ورنونو پورې بې هوښه کوي 06:32.193 --> 06:34.230 ترڅو د درد مخنیوی وکړي. 06:35.114 --> 06:39.296 د زېږون درد د ماشوم له تولد وروسته سمدلاسه پای ته رسیږي. 06:39.733 --> 06:43.364 په هرصورت، ځینې ښځې د زېږون وروسته هم درد تجربه کوي. 06:43.684 --> 06:48.541 دا هغه دردونه دي چې په اغلب ګومان د حیض یا میاشتني عادت دردونو ته ورته وي 06:49.079 --> 06:52.309 کوم چې په رحم کې د وینې د رګونو په فشارسره د خون ریزي 06:52.333 --> 06:55.563 یا زیاتې وینې بهیدنې په مخنیوي کې مرسته کوي. 06:56.138 --> 06:59.049 د زېږون وروسته دردونه د شیدو ورکولو په جریان کې 06:59.074 --> 07:02.315 د اکسیټوسین هورمون د خوشي کولو له امله عام دي 07:02.698 --> 07:07.829 چې د ماشوم له زېږون وروسته په لومړیو څو ورځو کې پېښیږي او په بشپړ ډول عادي دي. 07:13.076 --> 07:17.349 که تاسو نورې پوښتنې لرئ یا غواړئ له کوم چا سره خبرې وکړئ 07:17.377 --> 07:21.272 نو کولی شئ د 'خدماتو موندلو' په کیکاږلو سره 07:21.297 --> 07:25.730 تاسو ته د نږدې خدماتو د چمتو کوونکي د اړیکې معلومات ترلاسه کړئ 07:26.244 --> 07:32.006 اویا د لټون (سرچ) یا پوښتنو اوځوابونو په کارولو سره نورې مقالې ومومئ.