view icon
316 views

پوډکاسټ راځئ چې د دې په اړه خبرې وکړو: ستاسو لومړنی حیض یا میاشتنی عادت.

آیا تاسو پوهیدی چې ځینې نجونې د ۹ کلنۍ او ځینې نجونې د ۱۶ کلنۍ په عمر کې حیض یا میاشتنی عادت پیل کوي؟ دا کومه سیالۍ نه ده هرکله چې تاسو حیض یا میاشتنی عادت ترلاسه کړ نو هماغه ستاسو لپاره مناسب وخت دی.

 

00:03.919 --> 00:05.458 پوډ کاسټ ته ښه راغلاست 00:05.795 --> 00:08.088 راځئ چې د دې په اړه خبرې وکړو 00:08.368 --> 00:11.268 کوم چې د لها په ذریعه تاسو ته وړاندی شوی دی. 00:15.169 --> 00:20.676 لها یوه پرانیستې، آنلاین برنامه ده چېرې چې میرمنې او نجونې کولی شي 00:20.718 --> 00:24.947 د خپل خوندیتوب، روغتیا اوهوساینې .په اړه معلومات ترلاسه کړي 00:33.119 --> 00:34.629 لطفاً په یاد ولرئ 00:35.384 --> 00:37.860 د لها په برنامه کې ټول چمتو شوي محتويات 00:37.885 --> 00:41.574 د علمي پوهې پر بنسټ د تعلیمي اهدافو لپاره دي 00:41.889 --> 00:45.215 دا د مسلکي مشورې یا درملنې بدیل نه دی. 00:53.075 --> 00:57.108 زما نوم سايران دی او زه دلته یو چې له تاسو سره ستاسود لومړي حیض 00:57.135 --> 00:59.635 یا میاشتني عادت په اړه خبرې وکړم. 01:00.346 --> 01:03.707 آیا تاسو پوهیدی چې ځینې نجونې د ۹ کالو په عمر 01:03.732 --> 01:07.173 او ځینې نجونې د ۱۶ کالو په عمر کې د حیض دوره پیل کوي؟ 01:07.805 --> 01:12.477 لطفاً په یاد ولرئ چې دا کومه سیالۍ نه ده، هرکله چې تاسو خپل حیض 01:12.502 --> 01:17.109 یا میاشتنی عادت ترلاسه کړ نو هماغه ستاسو لپاره مناسب وخت دی. 01:18.046 --> 01:23.283 دلته یو څوداسې نښې شتون لري چې ستاسو بدن یې تاسو ته د حیض د پیل په اړه درکوي. 01:25.439 --> 01:30.675 لومړی، تاسو ته ممکن ستا سو د سینو لاندې غدود (غوټې) تر سترګو شي. 01:31.094 --> 01:35.851 دې ته د سینو غدود (غوټې) ویل کیږي چې ستاسو سینو ته رشد یا وده ورکوي. 01:36.716 --> 01:41.886 دا نښې تاسو ممکن د حیض یا میاشتني عادت له پیل دوه کاله دمخه مشاهده کړئ. 01:43.485 --> 01:48.229 دلته یو نقطه ده: که چیرې په پورتنۍ برخه کې د هیڅ شي (نښې)، 01:48.269 --> 01:51.533 منځته راتلل نه وي پیل شوي، نو دا ممکن لږ وخت ونیسي 01:51.983 --> 01:56.626 ترڅو له لاندې (تناسلي اندام) څخه د یو څه منځته راتلل پیل شي. 01:57.360 --> 02:01.889 بله مهمه نښه د تخرګیو لاندې او د فرج (شرمګاه) ویښتان دي. 02:02.330 --> 02:06.116 ستاسو د فرج او تخرګیو ویښتان به رشد یا وده پیل کړي. 02:06.656 --> 02:10.306 دا ممکن تاسو د حیض د پیل څخه یو کال دمخه وګورئ. 02:10.787 --> 02:15.761 په یاد ولرئ، که ستاسو د فرج او تخرګیو ویښتانو تر اوسه هم رشد نه وي کړی، 02:16.137 --> 02:19.323 نو ممکن ستاسو د حیض پیل لږ څه وخت ونیسي. 02:20.264 --> 02:23.383 بله نښه د مهبل مایعات او افرازات دي. 02:23.864 --> 02:29.044 تاسو ته به په خپلو زیرپوشیانو (نیکرونو) کې سپین رنګه مایعات ترسترګو شي. 02:29.408 --> 02:33.167 دا ممکن د حیض له پیل یوڅو میاشتې وړاندې څرګند شي. 02:34.088 --> 02:38.911 په یاد ولرئ: کله مو چې سپین رنګه مایعات تر سترګو شوه نو بهتره ده. 02:38.936 --> 02:44.173 چې د خپل حیض د کنټرول او اداره کولو لپاره د حفظ الصحې توکي 02:44.391 --> 02:47.350 (د مریضۍ تکې/پیډونه) چمتو کړئ. 02:48.176 --> 02:51.642 همدارنګه، ستاسو سینې ممکن یو څه درد احساس کړي. 02:51.869 --> 02:54.365 او تاسو ممکن لږ څه بد خلقه شئ 02:55.001 --> 02:59.015 تاسو ممکن د ګیدې لاندې برخه کې هم ځینې دردونه احساس کړئ. 02:59.282 --> 03:02.792 دا معمولاً د حیض څخه یوه اونۍ وړاندې رامنځته کیږي. 03:02.922 --> 03:06.792 چې دا د مینسټرول دمخه سنډروم بلل کیږي(PMS) 03:07.232 --> 03:13.295 مهمه یادونه: تاسو به د حیض څخه مخکې اونۍ کې هره میاشت دا نښې نښانې احساس کړئ. 03:13.814 --> 03:17.694 د حیض د کنټرول او اداره کولو لپاره د حفظ الصحې توکي 03:17.811 --> 03:20.938 (د مریضۍ تکې یا پیډونه) چمتو وساتئ. 03:21.362 --> 03:24.406 کله چې ستاسو حیض پیل شي نو د حفظ الصحې له توکو 03:24.420 --> 03:27.790 ( د مریضۍ له تکو یا پیډونو) څخه استفاده وکړئ. 03:28.343 --> 03:31.383 خپل ځان هماغه ډول څنګه یې چې د تشناب کولو 03:31.408 --> 03:35.358 په وخت کې پاکوئ پاک کړئ له مخ څخه شا طرف ته. 03:35.982 --> 03:40.840 وروسته بیا یو لوی او باوري شخص ومومئ او هغوی ته په دې اړه خبر ورکړئ. 03:41.332 --> 03:45.418 په یاد ولرئ: د حیض په پیل کې مریضي ممکن کله وي او کله نه 03:46.012 --> 03:49.652 او په لوړه کچه غیر منظمه وي نو دا کاملاً عادي ده. 03:50.279 --> 03:56.175 کله چې ستاسو حیض راشي او یا یې ترلاسه کړئ نوتاسو باید د ویاړ او خوښۍ احساس وکړئ. 03:56.882 --> 04:01.409 ځکه چې دا پدې دلالت کوي چې ستاسو بدن په عادي ډول فعالیت کوي. 04:06.003 --> 04:10.276 که تاسو نورې پوښتنې لرئ یا غواړئ له کوم چا سره خبرې وکړئ 04:10.317 --> 04:14.206 نو کولی شئ د 'خدماتو موندلو' په کیکاږلو سره 04:14.231 --> 04:18.664 تاسو ته د نږدې خدماتو د چمتو کوونکي د اړیکې معلومات ترلاسه کړئ 04:19.116 --> 04:24.878 اویا د لټون (سرچ) یا پوښتنو اوځوابونو په کارولو سره نورې مقالې ومومئ.
Tags:
firstperiods
youngadolescentgirls