view icon
5 views

پوډکاسټ راځئ چې د دې په اړه خبرې وکړو: ستاسو د حیض په جریان کې د حفظ الصحې په اړه مهم معلومات او لارښوونې.

دا پوډکاسټ زموږ د بدن د ښکلاوو په ځانګړې توګه د یوې طبیعي پروسې حیض یا میاشتني عادت په اړه دی چې ښځې او نجونې یې تجربه کوي. موږ به د حیض د حفظ الصحې په اړه ځینې عام نظریات او پوښتنې په ګوته کړو. د اوریدلو لپاره د play button تڼۍ کلیک کړئ.

00:00:03 پوډ کاسټ ته ښه راغلاست
00:00:05 راځئ چې د دې په اړه خبرې وکړو
00:00:08 کوم چې د لها په ذریعه تاسو ته وړاندی شوی دی.
00:00:15 لها یوه پرانیستې، آنلاین برنامه ده چېرې چې میرمنې او نجونې کولی شي
00:00:20 د خپل خوندیتوب، روغتیا اوهوساینې .په اړه معلومات ترلاسه کړي
00:00:33 لطفاً په یاد ولرئ
00:00:35 د لها په برنامه کې ټول چمتو شوي محتويات
00:00:37 د علمي پوهې پر بنسټ د تعلیمي اهدافو لپاره دي
00:00:41 دا د مسلکي مشورې یا درملنې بدیل نه دی.
00:00:52 زما نوم ماریا دی،
00:00:54 او زه دلته یم چې له تاسو سره د بدن د ښکلا وو
00:00:57 په ځانګړې توګه د یوې طبیعي پیښې ( حیض یا میاشتني عادت) په اړه
00:01:02 چې ښځې او نجونې یې تجربه کوي خبرې وکړم.
00:01:05 د حیض دوره د بلوغ د مرحلې یوه طبیعي او اړینه برخه ده.
00:01:09 خو ډیری وختونه د حیض په ځانګړې توګه د ښځو او نجونود حفظ الصحې
00:01:14 په اړه ځینې نظریات او ممنوعیتونه یا خڼډونه شتون لري.
00:01:18 نو راځئ چې نن د حیض په جریان کې د حفظ الصحې
00:01:21 په اړه د ځینو عامو نظریاتو او پوښتنو په اړه خبرې وکړو.
00:01:27 د مثال په ډول: ښځې او نجونې د حیض په جریان کې چټلې وي
00:01:32 نه، حیض یا میاشتنی عادت یوه طبیعي پېښه ده.
00:01:36 چې هره میاشت رامنځته کیږي ښځې او نجونې باید د خپلې روغتیا او سلامتیا لپاره
00:01:42 د حیض په جریان کې د حفظ الصحې د پاکو توکو
00:01:45 ( د مریضۍ له تکو/پیډونو) څخه استفاده وکړي
00:01:50 زه د حیض یا میاشتني عادت په جریان کې بد بوی لرم.
00:01:54 د بدن خصوصي برخې خپل مخصوص بوی لري.
00:01:57 ستاسو بوی ممکن ستاسو د حیض په جریان کې لږ څه بدل شي.
00:02:01 چې دا په بشپړ ډول عادي ده.
00:02:03 ممکن خفیف فلزي بوی ولري خو هیڅ څوک یې ستاسو په وجود کې نه شي حس کولی.
00:02:10 تاسود خپل مهبل د پریمینځلو لپاره د صابون کارولو ته اړتیا نلرئ.
00:02:15 ستاسو مهبل خپل ځان پخپله په اتوماتیک ډول پاکوي.
00:02:19 صابون د میکروب یا انتان لامل کېدلی شي.
00:02:22 یوازې یې په اوبو پریمینځئ.
00:02:24 په یاد ولرئ، تل یې له مخ څخه شا طرف ته پاک او پریمینځئ.
00:02:29 د ښځینه حفظ الصحې خوشبویه محصولات لکه عطري دستمالونه
00:02:34 د بدن د مخصوصې برخې یا مهبل لپاره مه کاروئ ځکه چې دا میکروبونو ته لاره هواروي.
00:02:41 نجونې باید د حیض په جریان کې خپل ځانونه ګوښه کړي ځکه چې دا د شرم باعث دی.
00:02:48 د حیض لومړۍ دوره ممکن لږه ویره او اندیښنه له ځانه سره ولري.
00:02:53 د هرې نجلۍ لپاره دا د هغې د بدن د بدلونونو څخه یوه مهم بدلون دی.
00:02:58 کله چې هغه د بلوغ او ځوانۍ مرحلې ته رسیږي.
00:03:02 په دې موده کې ټولې نجونې باید د کورنۍ او ملګرو له ملاتړ څخه برخمنې شي.
00:03:08 د حیض په جریان کې د حفظ الصحې د توکو لوړ قیمت.
00:03:12 ډیرشمیر ښځې او نجونې د خپل حیض د کنټرول او اداره کولو لپاره
00:03:17 د حفظ الصحې لازمو توکو ته لاسرسی نلري،
00:03:20 په ځانګړي توګه په بیړنیو حالاتو لکه طبیعي ناورینونو او شخړو کې.
00:03:26 د حفظ الصحې هغه توکي چې د یو ځل لپاره د استفادې وړدي ممکن قیمته وي
00:03:31 خو هغه چې بیا ځل کارول کیږي ممکن ارزانه او غوره اقتصادي انتخاب وي
00:03:36 خودا باید پاک او وچ وي.
00:03:38 د حفظ الصحې د دوهم ځل استفاده کیدونکو توکو په اړه نور معلومات دلته وګورئ.
00:03:45 د حیض یا میاشتني عادت ترلاسه کول پدې دلالت کوي چې زه یوه ښځه یم.
00:03:50 د نړۍ په ډېرو کلتورونو کې حیض یا میاشتنی عادت
00:03:54 د ښځې توب دورې ته لیږد یا انتقال ګڼل کېږي.
00:03:58 په داسې حال کې چې د حیض پیل په دی مانا دی چې نجلۍ اوس د امیندوارۍ وړتیا لري،
00:04:03 ډېری نجونې د ۱۰ او ۱۴ کلونو تر منځ عمر کې د حیض دوره پیل کوي.
00:04:08 داسی نورعوامل لکه تعلیم، احساساتي بلوغ
00:04:11 او د بدن فزیکي وده شته چې د نجونو سره د بلوغ مرحلې ته په رسیدو کې مرسته کوي.
00:04:18 که یوه نجلۍ میاشتنی عادت یا حیض ولري
00:04:21 نو دا پدې معنی نه ده چې هغه یوه لویه ښځه ده.
00:04:25 حیض د درد سبب کیږي.
00:04:27 په داسې حال کې چې ډیری میرمنې د حیض په جریان کې د ګیډې او کولمو له درد سره مخ کیږي
00:04:32 خو دا معمولًا خفیف دردونه دي او له ۲-۱ ورځو وروسته له منځه ځي.
00:04:38 که د ډیرې ناراحتۍ سبب کیږي نو تاسو د درد د خفیفه درملو،
00:04:43 ګرمو ټوکرو څخه استفاد کولی شئ.
00:04:45 که مو درد ډیر شدید وو نو دا پدې معنی ده چې تاسو کومه ستونزه لرئ
00:04:50 او باید ډاکتر ته مراجعه وکړئ.
00:04:53 زما ملګرې ډیره خوشبخته ده ځکه چې حیض یې ځیني وختونه پېښیږي.
00:04:58 منظم حیض ستاسو د بدن د هغه روشونو له جملې
00:05:01 څخه دی چې دا ثابتوي چې تاسو سالم یاست.
00:05:05 ځیني وختونه ممکن یوه ښځه یا نجلۍ د فشار،
00:05:08 تغذیه یا روغتیايي ستونزو له امله حیض و نه لري،
00:05:11 او د منظم حیض نشتون د امیندوارۍ نښه هم کېدای شي.
00:05:15 د نجونو د حیض لومړنۍ دوره ممکن منظمه نه وي.
00:05:19 نو بناً که تاسو یا یوه نجلۍ چې تاسو یې پیژنئ
00:05:23 چې حیض یې منظم نه دی کولی شئ ډاکتر یا روغتیايي متخصص ته مراجعه وکړئ.
00:05:33 که تاسو نورې پوښتنې لرئ یا غواړئ له کوم چا سره خبرې وکړئ
00:05:38 نو کولی شئ د 'خدماتو موندلو' په کیکاږلو سره
00:05:42 تاسو ته د نږدې خدماتو د چمتو کوونکي د اړیکې معلومات ترلاسه کړئ
00:05:46 اویا د لټون (سرچ) یا پوښتنو اوځوابونو په کارولو سره نورې مقالې ومومئ.
Tags:
menstruation
firstperiods
allages